دهیوادغمیزه موژور سوچ ته رابولی
دخبری سرچینو په حواله په سیمه کی نړیوال سیاستونه دبدلیدو په لوری درومی چی بی لهشکه زموږ د هیواد پر سیاست او معیشت به څرګنده اغیزه وکړی. له هغه ځایه چی په مسلی کی دښکیلو هیوادو اوسرچینو له خوا ددیبدلونونو موخه پر نظامی بنسټ د خپل سیاسی او ټولنیزموقعیت ټینګښت او د اقتصادی چاروپه کنترول کی ټاکونکی رول تر لاسه کول ټاکل شوی دخپل ماهیت له مخی نشی کولای زمونږملی ګټو سره مطابقت ولری داځکه چی دافغانستان ملی ګټی یواځی دګاونډیو هیوادونو٬ سیمی او نړی سره پر دواړخیزو او څو څواړخیزوبرابرو او یو بل سره په ګټورو مناسباتو کی تضمینیدی شی.دا دملی مصالحی د سیاست دبهرنی اړخ هغه روښانه دریځ دی چی موخه یی نه یواځی زموږ دملی ګټو بسیا کیدل بلکه زمونږ دملی دریځ او سیاسی هویت روښانه انځور هم په ګوته کوی او په دی خبری اړخ لګوی چی موږ په کلکه هوډ کړی چی دنړیوالی ټولنی برابر٫ ناپیلی او مسؤلیت منونکی غړی هیواد ووسو. ددی سیاست پلی کولو لپاره موږ په ټولو افغانانو٫ددولت او دهغه داپوزیسیون په ګډون غږ کوؤ.
نن سبا دملی مصالحی نه د تبلیغاتی پوښښ په حیث ګټی اخیستلو تمایل ډیر پراخ شوی دی. هسی خو دهرچا او په تیره بیا دتشکلونودا حق دی چی خپلو تشکیلاتی شلونونو او پیوستونونو په هکله خبره٫ فکر او یا عمل وکړی خو دا به ډیره ستره او جبران نه منونکی تیروتنه وی چی بین الافغانی خپلمنځی پوهاوی٬ چی دملی مصالحی دفکر اساسی کړی جوړوی په غلطه ټوګه تعبیر او خپلو محدودو ګروپی ګټو سره په مطابقت کی مطرح شی٬ څوک یی د«چپوقوتو» په تفاهم کی خلاصه کړی او څوک یی دطالب او «اسلامی ګوند» سره دګډ حکومت به چوړولو پوری وتړی او هر یو دخپلی رښتینولی داثبات لپاره دجګړی هغه ډګرته راودانګی چی دهری خوا مرده کی او ګولی نیغ په نیغه پر ملی ګټو او په تیره بیادپر مختګ په لوری توجیه شوی افغانی خپلمنځی پیوستون په ټټر ګذار کوی .داځکه چی په دی ډګر کی هر احساساتی او مسؤلیت نه منونکی ګام دوطنپاله قوتونو تر منځ په داسی حال کی واټن پراخوی چی دمستقل افغانستان دشتون لپاره ددی قوتونو همغاړیتوب او پوهاوی ستر تاریخی ټاکونکی ارزښت لری.
زمونږ په اند دملی مصالحی فکر زمونږ ددودیز٬ مذهبی او هیوادپاله پرمختلونکی تفکر دانعکاس ډیر متناسب٬ پرځایه اوپروخت انځور دی چی دوخت دجمهور رئیس٬دافغانی خپلمنځی پوهاوی او سوله پال ملی اتل شهید داکتر نجیب الله له خوا اعلان کړی شوی دملی مصالحی سیاست ددی فکر دپلی کیدو هغه مؤثره او ریښتینی وسیله وه چی نن هم دقوتونو دانډول٬ ټولنیزو لمړیتوبونو او دندو په نظر کی نیولو سره ددی فکر د پلی کولو توان اوړتیالری په واقعیت کی دملی مصالحی سیاست٬ دملی مصالحی دتفکر دټولی پروسی متحوله او د شرایطو سره بدلیدونکی برخه ده نو ځکه ددی فکر او سیاست تر منځ چی یوبل سره نه شلیدونکی اړیکی لری توپير هم وینو. په همدی خاطر زمونږ دسولی او همغاړیتوب دلاری شهید اتل داکتر نجیب الله به دا خبره په زغرده کوله چی«موږدحقیقت نه ستړی کیدونکی پلټونکی او دژوندانه دمدرسی شاګردان یو»یعنی داچی د مصالحی پر تفکر دپوره باور پر درلودو سره سره دهغی دپلی کولو دلارو چارو دموندلو او کره کولوپه بهیر کی ژور سوچ او عمل زمونږ روانه دنده ده.
په داسی حساسو شرایطو کی چی هیواد دداخلی بحران سربیره ډیړ خطرناکه سیمه ایز بحران په لموکی ښکیل دی او ددی بحران خارجی فکتورونو تګ لوری داسی دی چی زمونږ هیواد یووار بیا دنورو دګټو دجنګ په ډګر بدلیدی شی٬ دتیری تجربی په پام کی درلودو سره که دا وار بیا غلط ګامونه اوچت کړی شو٬ بیا نو چاته نه دتوبی دروازه خلاسه پاتی کیدی شی او نه دی دبخښنی هیله ولری. هیواد دخپلو بچو پاک نیت٬ ژور سوچ او زړور عمل ته ضرورت لری.
|